AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85476686
T T
۰ Persons
مسوولیت لرو چې په سختو شرایطو کې له خپل ملت سره مرسته وکړو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت له علماوو سره لیدنه کې و ویل: موږ مسوولیت لرو، چې په سختو شرایطو کې له خپل ملت سره مرسته وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي معاونیت دفتر نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د بغلان ولایت د علماوو شورا له غړو سره د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د بغلان ولایت د علماوو شورا رییس په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمیت، سرتاسري امنیت، په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاس ته راوڼو او له خلکو سره د مسوولینو ښه چلند څخه خوښي وښوده.

دغه راز نوموړي د وروستیو سېلاب ځپلو سره د اسلامي امارت د خواخوږۍ، په وخت مرستو او د هغویو ستونزو ته پر وخت رسېدنې له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د بغلان خلک د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي.

ملابرادر هم و ویل: چې د بغلان ولایت اوسېدونکو د سېلابونو له امله زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د سرپرست دولت دغه چارواکي و ویل: بغلان ته زموږ د راتګ هدف یوازز خواخوږي ښودل نه بلکې دا مو مسوولیت دی، چې په سختو شرایطو کې د خپل ملت مرسته وکړو، موږ د افغانستان واکمنان نه، بلکې د خپل ملت خادمان یو.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستيال وويل: له يوې خوا موږ له دې غمجنې پېښې سره مخ شوي يو، له بلې خوا د بغلان د خلکو ترمنځ مينه، يووالى، مرسته او همکاري مې وليده، چې وياړم.

د ایرنا د خبر له مخې په بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې د سختو سېلابونو په پایله کې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .